وحید مېړنی

په افغانستان کې ګڼو نظر پوښتنو ښودلې، چې سوله د دغه هېواد د خلکو تر ګردو لومړیتوبونو مهم لومړیتوب دی.
دا لومړیتوب د یوه اوږده ناورین داستان بیانوي؛ د هرې کورنۍ د څو غړو د وژل کیدو، ورکیدو او بې سرنوشتۍ داستان، د یوه تاریخي ملت د کډوالۍ، بې نظامۍ، محتاجۍ، دربه درۍ، ذلالت، بې عزتۍ، لوږې، نیشه یي اعتیاد، خپلمنځیو جګړو، کور په کور رواني ستونزو او سلګونه نورو بدمرغیو داستان!
له دې سره په وروستیو څو کلونو کې مختلفو هڅو دا ملت د دغه اوږده بحران ختمیدو ته هیله من کړی.
له حزب اسلامي سره د سولې تړون له کامیابیدو وروسته افغانان طالبانو سره هم د سولې هڅو کامیابیدو ته هیله من شوي.
دوی که څه هم د حزب اسلامي په شان طالبانو نه هم زړه کې زر بدې خاطرې لري، خو له سولې پرته د روان بحران ختمیدل بل څه کې نه ویني.
د ملت دومره هیله مندیو سره لیدل کیږي، چې د سولې دا هڅې یو ځل بیا په لوړه کچه ګواښونو، توطیو او شخصي استفادو سره مخ دي .
د سولې د روانو هڅو له پيل سره چې له ډېره بده مرغه د افغانانو پرځای طالبانو له امریکایانو سره شروع کړې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد ګڼو تورونو سره مخ شو.
_په خلیلزاد هغه وخت داسې تورونه ولګیدل:
_د سولې هڅو نه افغان حکومت څنډې ته کول غواړي.
_ طالبانو سره د خپلو خبرو جزیات افغان حکومت او خلکو نه پټوي.
– افغانستان ته د سولې راوستو پرځای په دې لټه کې دی چې تش په نوم طالبانو سره یو جوړجاړی وکړي او د امریکا ټاکنو کې د ټرمپ بیا بریالیتوب ورسره یقیني شي.
– طالبانو سره یې د موقت حکومت جوړولو توافق کړی او حتا علاقه لري، چې مشري یې د یوه افغاني الاصله امریکایي په حیث پخپله پر غاړه واخلي .
– خلیلزاد د امریکا پارلمان، پالیسي جوړونکي او ملت هم تېرباسي او د سولې ماموریت کې د خپل تش په نوم بریالیتوب لپاره دروغ ورته وایي.
د یادو تورونو په پورې کولو کې د نورو افغانانو ترڅنګ د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم شامل و.

هغه مهال چې لا ټاکنې نه وې شوې او امریکا، پاکستان او د دوی په خوله یو شمېر سیاستوالو د ټاکنو د ځنډ او لغوه کیدو غوښتنې لرلې، محب تورن شو چې خلیلزاد سره د حکومت د سیاسي ستونزو له کبله داسې خبرې کوي .
اوس تازه د افغان حکومت یوه مشهور سیاسي مخالف او د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل هم پر خلیلزاد تورونه لګولي دي .
نبیل په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه پر زلمي خلیلزاد ، امریکا او پاکستان شک لري
د نوموړي په خبره ، امریکا پاکستان سره د خپلو ګټو لپاره د افغانستان پر سولې معامله کړې ده او د دې معاملې یو مهم ګټه اخیستونکی د امریکا نماینده زلمی خلیلزاد دی .
خلیلزاد تورن شوی چې زوی یې د یوې نړیوالې نفتي کمپنۍ د سیمې مسول دی او خلیلزاد د خپل زوی د میلیاردونه ډالرو ګټو لپاره طالبانو سره د افغانستان د سولې په نوم په خطرناکې معاملې اخته دی .
د ملي امنیت پخواني ریس د خلیلزاد په اړه دا هم ویلي چې پاکستان سره په معامله کې یې طالبان هم په مختلفو ډلو وېشلي او په هغه شرمناک برخلیک یې اخته کوي په کوم چې امریکا او پاکستان د ډاکټر نجیب د حکومت له سقوط وروسته جهادي مشران اخته کړي وو .
څه موده مخکې یو شمېر سیاستوالو امریکا نه غوښتنه کړې وه چې د افغان سولې لپاره له خپلې نمایندګۍ څخه زلمی خلیلزاد ګوښه کړي .
د خلیلزاد د ماموریت په باره کې د امریکا د ولسي او مشرانو جرګې استازو هم څو ځله توند غبرګونونه ښودلي او هغه یې مشکوک او بې اعتباره استازی ګڼلی دی .
چې داسې ده او یو شکمن سړی د یوه هیله من ملت د سولې هیلې په قمار وهل غواړي لازمه ده چې د افغانستان د سولې ، بقا او ثبات ټول کورني او بهرني مدافعین د نړیوال تروریزم په مرکز د دغه هیواد د بیا بدلیدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي .
دوی ته ښایي چې د خلیلزاد په اړه قوي غږ پورته کړي او د امریکا او پاکستان د هغې معاملې په مقابل کې کلک ودریږي چې د ښاغلي نبیل په وینا د افغان سولې په نوم یې سره کړې ده .
ـ طالبان د مجاهدینو تېروتنه تکراروي!

نسیم پياوړی
د سولې روانو هڅو نه ښکاري چې وسله وال طالبان تاریخ نه زده کړه نه کوي او د مجاهدینو د څو لسیزو مخکې تېروتنې تکراروي .
دا وېره په څو دلایلو او مشابهتونو رامنځته شوې ده :
– د شوروي لښکرو په مقابل کې هم جهادي تنظیمونه پاکستان او ایران رامنځته کړي وو او د ناټو او امریکایي ځواکونو په ضد هم طالبان د سره همدغو هیوادونو بیا رامنځته او وجنګول .
– د پخوانیو مجاهدینو اصلې واګې هم تر زیاته بریده پاکستان سره په لاس کې وې او د وسله والو طالبانو هم دي .
– پاکستان او ایران هغه مهال جهادي تنظیمونه هم په ګڼو ډلو وېشلي وو او اوس یې وسله وال طالبان هم سره وېشلي دي .
– د سولې خبرو او نړیواله سطحه باندې د مجاهدینو استازیتوب هم پاکستان کاوه د وسله والو طالبانو هم کوي .
– پاکستان او ایران جهادي تنظیمونو ته هم د افغانستان د نظام او پوځ د ړنګولو انګیزه ورکړې وه او وسله والو طالبانو ته یې هم ورکړې ده .
– جهادي تنظیمونو هم فکر کاوه چې د بهرنیو مراجعو تشویق سره سم به دوی پخپله اصطلاح کابل (فتحه) کړي او وسله وال طالبان هم همداسې غلط فکر کوي .
– جهادي تنظیمونو هم په دې خاطر چې په ولس باندې د سولې خبرو په جریان کې خپله وېره کینوي د علماوو او نورو خلکو وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو ړنګولو ته زور ورکړی و او طالبانو هم دغه کار ته پښه بنده کړې ده .
– جهادي تنظیمونو هم واحده رهبري نه لرله او پاکستان د سولې په وخت کې تفرقې ته اچول اوس یې طالبان هم د حقاني شبکې، فدایانو محاذ، امارتیانو، حزب ولایت او نورو نومونو باندې تقسیم کړي دي .
– پخواني جهادي تنظیمونه شوروي ته د افغان حکومت په نسبت زیات مات او لیواله وو، طالبان بیا امریکا ته زیات لیواله او ورسره متحد شوي دي .
– جهادي تنظیمونو هم د ملي ګټو، ارزښتونو، ملي هویت ، ملي واکمنۍ او نورو مسایلو په اړه بې تفاوتي ښودله او د طالبانو په دریځونو او د سولې مسایلو کې هم دغه اصطلاحات نه اوریدل کیږي .
– د جهادي تنظیمونو په لیکو کې هم بهرني جنګیالي لکه: عربان، چیچنایان او نور لیدل کیدل او دوی ته د افغان مجاهدینو په نسبت زیات په درنه سترګه کیدل، د طالبانو په لیکوکې هم د القاعدې عربان، د لشکر طیبه او نورو پاکستاني تروریستي ډلو کسان ، چیچنایان، ازبکان او د مختلفو ملتونو تروریستان د افغان طالبانو په نسبت درانه حسابیږي .
ـ څه به کیږي ؟
پورتنیو مشابهتونو ته په کتلو سره د سولې د روانو یو اړخیزو او پر امریکا او پاکستان د متکي هڅو پایلې خطرناکې معلومیږي .
داسې ښکاریږي چې دغو هېوادونو د خپلمنځي معاملې د مخې د افغانستان په یو تر ټولو مهم ضرورت( سوله) باندې بده لوبه شروع کړې ده .
دوی په دغه لوبه کې خپله نوې جنګي پروژه( داعش) میدان ته کول غواړي او هغه طالبان چې نوې لوبې سره ځي او بې جنګه ژوند خوند نه ورکوي د داعش تور بیرغ لاندې سبا د هغو طالبانو خلاف هم جنګوي چې دوی به د یوې شرمناکې سولې برخه جوړ شوي وي .
د سولې پيل شوی ګیم چې د افغانې سولې په نوم مسما دی خو نور تر اوسه مطلق امریکایی او پاکستانی ښکاري ، د افغانستان نظام او ملت ته د زیاتو تاوانونو ترڅنګ پکې د طالبانو د تباهۍ پلان هم دی .
دغه پلان به طالب مشران هم د جهادي تنظیمونو د مشرانو په برخلیک اخته کړي .
دوی نه به جنګیالي داسې پخپله مخه ځي لکه جهادي تنظیمونو نه چې لاړل او په چور چپاول، غلا، وطن ورانولو، کباړلو او ناموس لوټلو چې اخته شول .
طالبانو ته لازمه ده چې د تاریخ د دغه تازه سبق او په سترګو لیدل شوې بدې لوبې نه عبرت واخلي .
دوی باید سوله د افغاني اجنډا د مخې وکړي نه د امریکایي او پاکستاني اجنډا د مخې .
طالبان د افغانستان د بچیانو په حیث باید له یاده ونه باسي چې وطن یې د جرګو او مرکو نوم لري ، د هرې ستونزې حل ته یې لاره او چوکاټ شته او که دغه چوکاټ ته دوی غاړه کیږدي په ډیر عزت به هم سوله وشي او هم به دوی د افغانستان د راتلونکي سیاست یو فعال او ټولنې ته منل شوی طرف اوسي .

Comments