طالبان د مجاهدینو تېروتنه تکراروي!

نسیم پياوړی
د سولې روانو هڅو نه ښکاري چې وسله وال طالبان تاریخ نه زده کړه نه کوي او د مجاهدینو د څو لسیزو مخکې تېروتنې تکراروي .
دا وېره په څو دلایلو او مشابهتونو رامنځته شوې ده :
– د شوروي لښکرو په مقابل کې هم جهادي تنظیمونه پاکستان او ایران رامنځته کړي وو او د ناټو او امریکایي ځواکونو په ضد هم طالبان د سره همدغو هیوادونو بیا رامنځته او وجنګول .
– د پخوانیو مجاهدینو اصلې واګې هم تر زیاته بریده پاکستان سره په لاس کې وې او د وسله والو طالبانو هم دي .
– پاکستان او ایران هغه مهال جهادي تنظیمونه هم په ګڼو ډلو وېشلي وو او اوس یې وسله وال طالبان هم سره وېشلي دي .
– د سولې خبرو او نړیواله سطحه باندې د مجاهدینو استازیتوب هم پاکستان کاوه د وسله والو طالبانو هم کوي .
– پاکستان او ایران جهادي تنظیمونو ته هم د افغانستان د نظام او پوځ د ړنګولو انګیزه ورکړې وه او وسله والو طالبانو ته یې هم ورکړې ده .
– جهادي تنظیمونو هم فکر کاوه چې د بهرنیو مراجعو تشویق سره سم به دوی پخپله اصطلاح کابل (فتحه) کړي او وسله وال طالبان هم همداسې غلط فکر کوي .
– جهادي تنظیمونو هم په دې خاطر چې په ولس باندې د سولې خبرو په جریان کې خپله وېره کینوي د علماوو او نورو خلکو وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو ړنګولو ته زور ورکړی و او طالبانو هم دغه کار ته پښه بنده کړې ده .
– جهادي تنظیمونو هم واحده رهبري نه لرله او پاکستان د سولې په وخت کې تفرقې ته اچول اوس یې طالبان هم د حقاني شبکې، فدایانو محاذ، امارتیانو، حزب ولایت او نورو نومونو باندې تقسیم کړي دي .
– پخواني جهادي تنظیمونه شوروي ته د افغان حکومت په نسبت زیات مات او لیواله وو، طالبان بیا امریکا ته زیات لیواله او ورسره متحد شوي دي .
– جهادي تنظیمونو هم د ملي ګټو، ارزښتونو، ملي هویت ، ملي واکمنۍ او نورو مسایلو په اړه بې تفاوتي ښودله او د طالبانو په دریځونو او د سولې مسایلو کې هم دغه اصطلاحات نه اوریدل کیږي .
– د جهادي تنظیمونو په لیکو کې هم بهرني جنګیالي لکه: عربان، چیچنایان او نور لیدل کیدل او دوی ته د افغان مجاهدینو په نسبت زیات په درنه سترګه کیدل، د طالبانو په لیکوکې هم د القاعدې عربان، د لشکر طیبه او نورو پاکستاني تروریستي ډلو کسان ، چیچنایان، ازبکان او د مختلفو ملتونو تروریستان د افغان طالبانو په نسبت درانه حسابیږي .
ـ څه به کیږي ؟
پورتنیو مشابهتونو ته په کتلو سره د سولې د روانو یو اړخیزو او پر امریکا او پاکستان د متکي هڅو پایلې خطرناکې معلومیږي .
داسې ښکاریږي چې دغو هېوادونو د خپلمنځي معاملې د مخې د افغانستان په یو تر ټولو مهم ضرورت( سوله) باندې بده لوبه شروع کړې ده .
دوی په دغه لوبه کې خپله نوې جنګي پروژه( داعش) میدان ته کول غواړي او هغه طالبان چې نوې لوبې سره ځي او بې جنګه ژوند خوند نه ورکوي د داعش تور بیرغ لاندې سبا د هغو طالبانو خلاف هم جنګوي چې دوی به د یوې شرمناکې سولې برخه جوړ شوي وي .
د سولې پيل شوی ګیم چې د افغانې سولې په نوم مسما دی خو نور تر اوسه مطلق امریکایی او پاکستانی ښکاري ، د افغانستان نظام او ملت ته د زیاتو تاوانونو ترڅنګ پکې د طالبانو د تباهۍ پلان هم دی .
دغه پلان به طالب مشران هم د جهادي تنظیمونو د مشرانو په برخلیک اخته کړي .
دوی نه به جنګیالي داسې پخپله مخه ځي لکه جهادي تنظیمونو نه چې لاړل او په چور چپاول، غلا، وطن ورانولو، کباړلو او ناموس لوټلو چې اخته شول .
طالبانو ته لازمه ده چې د تاریخ د دغه تازه سبق او په سترګو لیدل شوې بدې لوبې نه عبرت واخلي .
دوی باید سوله د افغاني اجنډا د مخې وکړي نه د امریکایي او پاکستاني اجنډا د مخې .
طالبان د افغانستان د بچیانو په حیث باید له یاده ونه باسي چې وطن یې د جرګو او مرکو نوم لري ، د هرې ستونزې حل ته یې لاره او چوکاټ شته او که دغه چوکاټ ته دوی غاړه کیږدي په ډیر عزت به هم سوله وشي او هم به دوی د افغانستان د راتلونکي سیاست یو فعال او ټولنې ته منل شوی طرف اوسي .

Comments